دافغانستان د مرکزی بانک مشر استعفی ورکړه
Jun 18, 2019 07:41 Asia/Kabul
خلیل صدیق څلور کاله مخکې د افغان ولسمشر په حکم سره د دغه هیواد د مرکزی بانک مشر معرفی شوی او له پارلیمانه ئې مثبته رایه هم ترلاسه کړې وه .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د افغانستان دمرکزی بانک ویندوی ایمل هاشور پرون مازدیګر وئیلی دی،خلیل صدیق دشخصی مشکلاتو اوناروغۍ له امله له خپلې څوکۍ استعفی ورکړې ده .
هغه زیاته کړې صدیق نهه ورځې مخکې افغان ولسمشر ته خپله استعفی سپارلې ده او اشرف غنی هم ورسره موافقه کړې ده.خلیل صدیق څلور کاله مخکې د افغان ولسمشر په حکم سره د دغه هیواد د مرکزی بانک مشر معرفی شوی او له پارلیمانه ئې مثبته رایه هم ترلاسه کړې وه .
ټیګونه