د ننګرهار اچین ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوے ولسوال ووژل شو
Jun 22, 2019 01:54 Asia/Kabul
دافغانستان د ننګرهار ځاي چاروکو د دغه ولايت لپاره د طالبانو نومول شوے ولسوال د وژل کېدو خبر ورکړ.
له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ننګرهار د والې ویاند عطاالله خوګياڼي وويل تیره ورځ د اچین ولسوالۍ لپاره د طالبانو له لوري نومول شوے ولسوال محمداصف حیدرې هغه مهال له خپل یو بل ملګرې هیثم الدین سره یو ځاے د اچین ولسوالۍ د چهل ګزي په سیمه کې ووژل شو چې غوښتل یې د سړک پر غاړه ماین ځاے پر ځاے کړي چې خپل ماین پرې وچاودیدۀ.
له بلې خوا په سیمه کښې عینې شاهدانو ویلي چې په دې پيښه کښې درې تنه وژل شوي دي او يو شمېر هم ژوبل شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ټیګونه