د افغانستان د ولسي جرګې لنډمهاله مشر غوره شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82990-د_افغانستان_د_ولسي_جرګې_لنډمهاله_مشر_غوره_شو
د افغانستان د ولسي جرګې غړو د دغه ارګان د لنډمهاله مشر غوره کولو ته راې ورکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 25, 2019 02:59 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولسي جرګې لنډمهاله مشر غوره شو

د افغانستان د ولسي جرګې غړو د دغه ارګان د لنډمهاله مشر غوره کولو ته راې ورکړه.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې په پرونۍ رایه اخیستنه کښې د ولسي جرګې له موجودو ۲۲۹ استازو څخه ۱۲۰ وکیلانو د جنجالي راې پاڼو باطلیدو ته راې ورکړه څو د دغه ارګان د لنډمهاله مشر د غوره کیدو لاره هواره شي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړو په دغه غونډه کښې ملک قیس نورآغا د عمر د شرایطو په وجه د پارلیمان د موقته مشر په توګه غوره کړ.