په ایران کښې د افغانستان نوي سفیر کار پیل کړ
Jul 01, 2019 03:14 Asia/Kabul
عبدالغفور لیوال په تهران کښې د افغانستان د نوي سفر په توګه په رسمي توګه خپل کار پیل کړ.
آوا خبري آژانس خبر ورکړی چې عبدالغفور لیوال پرون په تهران کښې د افغانستان د سفارت د سفارتکارانو او کارکونکو په شتون سره، په رسمي ډول خپل کار شروع کړ.
په تهران کښې د افغانستان نوي سفیر د سفارت د مختلفو برخو له ډیپلماټانو او ځايي کارکونکو سره د معارفۍ او اشنایۍ په ترڅ کښې، د یوې زیارمنې او له انګیزې د ډکې ډلې په توګه د ملګرتیا د دوام غوښتنه وکړه.
د ویلو ده چې عبدالغفور لیوال په تهران کښې د افغانستان د تیر سفیر نصیر احمد نور ځاې اخیستی دی.
ټیګونه