جوزجان کښې د طالبانو له بنده لسګونه افغان پوځیان خوشې شول
Jul 04, 2019 16:04 Asia/Kabul
د افغانستان په شمال کښې د جوزجان ولایت د پولیسو قومندان په دغه ولایت کښې د طالب ډلې له یو زندانه د لسګونو افغان پوځیانو د آزادۍ خبر ورکړ.
د افغانستان په شمال کښې د جوزجان ولایت د پولیسو قومندان په دغه ولایت کښې د طالب ډلې له یو زندانه د لسګونو افغان پوځیانو د آزادۍ خبر ورکړ.
له کابله زمونږ خبر راکړی چې عبدالواحد وجدان وویل: طالبانو هغه ۴۳ تنه افغان پوځیان آزاد کړل چې د جوزجان په قوش تپه ولسوالۍ کښې یې نیولي وو.
د ویلو ده چې قدش تپه ولسوالي وړمه ورځ طالبانو ونیوله او ویل کیدل چې نزدې دوه سوه افغان عسکر دغې ډلې ژوندي نیولي وو. البته د نورو عسکرو د برخلیک په هکله کوم خبر نه دی ترلاسه شوی.
ټیګونه