د افغانستان په شمال کښې په چاودنه کښې دوه ماشومان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83412-د_افغانستان_په_شمال_کښې_په_چاودنه_کښې_دوه_ماشومان_ووژل_شول
د افغانستان د شمال په بلخ ولايت کښې د مائن چاودېدو له امله دوه ماشومان ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2019 09:56 Asia/Kabul
  • د افغانستان په شمال کښې په چاودنه کښې دوه ماشومان ووژل شول

د افغانستان د شمال په بلخ ولايت کښې د مائن چاودېدو له امله دوه ماشومان ووژل شول.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان پوليسو وويل، دغه چاودنه د بلخ ولايت په چاربولک ولسوالۍ کښې هغه وخت رامنځته شوه چې اېښودل شوے مائن د ماشومانو د لوبو په وخت وچاودۀ

افغان فوځ د دغه هېواد د حکومت مخالفې وسله والې ډلې د دغې چاودنې ذمه وار بولي.

تقريباً يوه هفته مخکښې هم په غور ولايت کښې دغسې يوې چاودنې اوۀ ماشومان ووژل.

د افغان حکومت د رپوټ له مخې په اوسطه توګه هره مياشت يو سل او شل عامه افغانان چې شپېته فيصده يې ماشومان دي د مائنونو، جنګي سازوسامانونو او چاودېدونکو موادو په چاودنو کښې مړۀ يا ژوبل کيږي.