په افغانستان کښې د شفافو انتخاباتو د ترسره کیدو هیڅ ضمانت نشته
د افغانستان د انتخاباتو څارونکي او ناظر ارګانونه وايي: د شفافو انتخاباتو د ترسره کیدو د ضمانت لپاره هیڅ لاره چاره نشته.
په افغانستان کښې د انتخاباتو څارونکو ارګانونو په شفافه او رڼه توګه د ولسمشریزو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د دغه هیواد د حکومت په ارادې او توانمنۍ باندې په نیوکې سره ټینګار وکړ چې د دې بهیر د شفافیت د تضمین لپاره هیڅ لاره چاره نشته.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو فاؤنډیشن(فیفا) او د افغانستان د رڼو انتخاباتو فاؤنډیشن(تیفا) ویلې دي: د افغانستان حکومت د روان ۲۰۱۹ کال د ستمبر په اتویشتمه نیټه د ترسره کیدونکو ولسمشریزو انتخاباتو د شفافیت، هراړخیزوالي او آزادوالي د ضمانت لپاره هیڅ توانمني او ګروهنه نه لري.
د انتخاباتو دغو څارونکو ارګانونو هم داشان د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمیشن باندې هم د رایه ورکونکو د نوم لیکنې، د جعلي پیژندپاڼو او د بایومیټرک سیسټم د کارولو په لړ کښې په اندیښنو د غور نه کولو په وجه نیوکه وکړه.