په ننګرهار کښې د یوې خونړۍ پیښې مخه ونیوی شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83457-په_ننګرهار_کښې_د_یوې_خونړۍ_پیښې_مخه_ونیوی_شوه
د افغانستان د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کښې د یوې سترې موټر بم چاودنی مخه ونیوله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2019 00:43 Asia/Kabul
  •     په ننګرهار کښې د یوې خونړۍ پیښې مخه ونیوی شوه

د افغانستان د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کښې د یوې سترې موټر بم چاودنی مخه ونیوله.

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي پرون وویل: د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د دې ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کښې هغه کرولا موټر په نښه کړ چې د ده په وینا له چاودیدونکو توکیو ډک و او د دولت مخالفینو غوښتل د جلال اباد ښار په یوه مهمه سیمه کی چې په اړه یې نور معلومات ورنکړل چاودنه ورکړي.

د والي ویاند وویل: د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لورې په نښه شوي موټر باندې هوايي برید وشه او ملکي وګړو ته له هر ډول زیان اړولو پرته والوزول شو. هغه وویل چې که دغه موټر په جلال اباد ښار کښې چاودول شوی وای نو یو انساني ناورین به رامنځته شوی و.

د والي ویاند وویل دا په روانه اونۍ کې دویم موټر بم دی چی د امنیتی ځواکونو له لورې له کشفیدو وروسته له منځه وړل کیږي.