د ننګرهار په یوې محکمې کښې چاودنه شوې
Jul 20, 2019 11:39 Asia/Kabul
د افغانستان د ختیځ د ننګرهار ولایت په یوې محکمې کښې د شوې چاودنې له امله درې کسان زخمي شوې دي.
له کابله خبر رارسیدلی چې د ننګرهار د والي ویاند عطاء ا... خوګیاڼي وویل چې نن سهار د دې ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ په یوې محکمې کښې د بم چاودنه شوې ده. په دغې چاودنې کښې درې تنه ژوبل شوې دي.
دا په افغانستان کښې په تیرو دریو ورځو کښې شوې دریمه چاودنه ده.
په قندهار او کابل کښې د وړمې شپې او پرون په خونړیو حملو کښې د شویو ترهګرو چاودنو له امله له یونیم سلو زیات کسان مړه او ژوبل شوې دي.
ټیګونه