د کابل د چاودنو د قربانيانو شمېر لسګونو ته ورسېد
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83623-د_کابل_د_چاودنو_د_قربانيانو_شمېر_لسګونو_ته_ورسېد
د افغانستان چارواکو د دغه هېواد د پائتخت کابل په چاودنو کښې لسګونو ته د قربانيانو د شمېر د زياتېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2019 10:02 Asia/Kabul
  • د کابل د چاودنو د قربانيانو شمېر لسګونو ته ورسېد

د افغانستان چارواکو د دغه هېواد د پائتخت کابل په چاودنو کښې لسګونو ته د قربانيانو د شمېر د زياتېدو خبر ورکړ.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د روغتيا د وزارت وياند وحيدا... مايار وويل، د کابل د نن سحر د چاودنو له امله د مړو شمېر لږ تر لږه يو پنځوس او د ژوبلو شمېر له څلوېښت اوړېدلے دے.

د زخميانو د شمېر زياتېدو او د ځينو د حالت د سختوالي په وجه د مړو شمېر زياتېدې شي. نن سحر د افغانستان په پائتخت کابل کښې په يو وخت درې چاودنې رامنځته شوې.

له بلې خوا طالب ډلې د کابل ښار په دسپېچري سيمه کښې د دريمې چاودنې ذمه واري په غاړه واخېسته او وې ويل چې د دغې چاودنې له امله يو شمېر بهرني ځواکونه ووژل شول.

د طالب ډلې وياند په عين حال کښې وويل، د کابل په مکروريان سيمه کښې دوه نورې چاودنې له دغې ډلې سره هيڅ تعلق نه لري.