په افغانستان کښې د ايران سفارت د کابل نننۍ چاودنې وغندلې
Jul 25, 2019 10:53 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفارت په کابل ښار کښې نننۍ چاودنې وغندلې.
له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په افغانستان کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفارت په يوې بيانيه کښې په کابل ښار کښې د دريو چاودنو رامنځته کېدل چې پکښې لسګونه عامه افغان وګړی مړۀ او ژوبل شول وغندل او له افغان حکومت او ولس سره يې خواخوږي څرګنده کړه.
ټیګونه