د مخالفانو نیوکو ته د افغان ولسمشر ځواب
غنی زیاته کړه یوه نیوکه دا وه چی ولسمشر د افغانستان د انتخاباتو له کمیشن اوزاری استفاده کوی په داسې حال کی چی د دغه کمیشن غړی د ولسمشرۍ د انتخاباتو د درستو کاندیدانو لخوا غوره شوی دی .
افغان ولسمشر اشرف غنی د دغه هیواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د تبلیغاتو د پیل په لومړۍ ورځ د خپلومخالفانو نیوکو ته ځواب ورکړ .
اشرف غنی په کابل کی د خپلوپلویانو په ټول کی وویل د افغانستان د ملی وحدت حکومت شفافیت او ځواب ویل د ځینو لپاره د ډیرو محدودیتونو سبب شوی اودغې موضوع هغو د نیوکو په لور ورکش ویلی دی .
غنی زیاته کړه یوه نیوکه دا وه چی ولسمشر د افغانستان د انتخاباتو له کمیشن اوزاری استفاده کوی په داسې حال کی چی د دغه کمیشن غړی د ولسمشرۍ د انتخاباتو د درستو کاندیدانو لخوا غوره شوی دی . هغه جوته کړه دځینو باور دا وو چی د ولسمشرۍ انتخابات نه ترسره کیږی خو اوس د انتخاباتی کمپایین په پیلیدا سره جوته شوه چی دا انتخابات په ټاکلی وخت ترسره کیږی .
ټاکل شوی ده د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د ستمبر په ۲۸ نیټه ترسره شی .
په کابل کی د خپلو پلویانو په ټول کی د اشرف غنی څرګندونې چی ځینې یې د مخالفانو د نیوکو ځوابونو ته بیل وې ، په شپیته ورځنی انتخاباتی کمپایین کی د هغه ثابته برخه وی . په تیره بیا د ا چی د نیوکه کونکیو رسندویو او سیاسی مخالفانو په نیوکو سربیره د انتخاباتی کمپایین په پیلیدا سره د اشرف غنی د انتخاباتی سیالانو د پروګرامونو یوه برخه به د افغانستان د ولسمشر په څوکۍ د هغه په پینځه کلن پړاو کی د هغه په کړچار نیوکه هم وی .
پر دې اساس اټکل کیږی چی په راتلونکیو ورځو او اونیو کی د هغه د سیالانو لخوا نیوکی زیاتې شی او په مقابل کی به اشرف غنی هم د خپل کړچار دفاع وکړی .
اشرف غنی په داسې شرایطو کی په راتلونکی ستمبر کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کول خپل بریالیتوب بولی چی د قانون په اساس انتخابات باید د ۲۰۱۹ میلادی کال په اپریل میاشت کی ترسره شوی وې .
د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترسره کولو کی ځنډ په وروستیو میاشتو کی په اشرف غنی یوه بله مهمه نیوکه ده .
په داسې شرایطو کی په دې اړه د اشرف غنی څرګندونې چی انتخابات په خپل ټاکلی وخت ترسره کیږی ، ښی چی هغه د انتخاباتو د ترسره کیدا د وخت په ځنډولو کی اعتراضونو او د هغه پایلو ته کوم خاص پام ندې کړی .
د افغانستان د سیاسی مسلو کارپیژاندی سمیع ا... سیحون له رسندویو سره په خبرو کی ویلی دی چی ، د دغه هیواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترسره کولو کی ځنډ خلک په افغانستان کی د ډیموکراټیک بهیرونو په نسبت له مخکې زیات بی باوره کوی .
همداراز د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمیشن په چارو کی د لاس وهنې او اغیزمنلو په اړه په هغه نیوکو ته د اشرف غنی ځواب دومره د منلو وړ نشی کیدلې ، ځکه چی د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو لخوا د کمیشن د غړیو په ټاکلو کی د هغو رول تراوسه ندې تایید شوی .