بغلان ولایت کښې ترهګره چاودنه شوې
Aug 05, 2019 11:08 Asia/Kabul
د افغانستان د شمال په بغلان ولایت کښې د بمي چاودنې له امله یو افغان پولیس مړ شوی دی.
د افغانستان د شمال په بغلان ولایت کښې د بمي چاودنې له امله یو افغان پولیس مړ شوی دی.
د بغلان ولایت د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت وویل چې نن د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کښې د افغانستان د پولیسو په ګاډي کښې د ایښودل شوي بم د چاودنې له امله دوه پولیس وژل شوي او درې نور ژوبل شول.
د دې ترهګرې چاودنې پړه تراوسه چا نه ده منلې.
ټیګونه