په ننګرهار کښې د کورنيو تولیداتو د نندارتو پرانېسته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83886-په_ننګرهار_کښې_د_کورنيو_تولیداتو_د_نندارتو_پرانېسته
د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنائعو نندارتون پرانستل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 07, 2019 12:53 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کښې د کورنيو تولیداتو د نندارتو پرانېسته

د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنائعو نندارتون پرانستل شو.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د ننګرهار ولایت د کلیو پراختیا او بیا رغونې د چارو مشر انجنیر مجیب الرحمن ضیا وایی په دې درې ورځني نندارتون کې چې د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د ښې نمانځني په هدف سره جوړ شوے د ے د میرمنو په لاس جوړ شوي لاسي صنایع او همدارنګه  تولید شوي خوراکي توکي نندارې ته ایښودل شوي دي.  نوموړي وویل له دې نندارتون  څخه یې مقصد د میرمنو په لاس جوړ شویو تولیداتو ته د بازار موندل او د هغوی هڅول دي .

دننګرهار والی شاه محمود میاخیل چې ددغه نندارتون پرانسته یی وکړه وویل د دا ډول نندارتونونو جوړول دمیرمنو د اقتصادي پیاوړتیا او هڅونې سبب ګرځی هغه د ننګرهاراو ختیز له ټولو ولسونو وغوښتل چې له دې نندارتون څخه لیدنه وکړي او پکې د میرمنو له لورې پلورل کیدونکي اړتیا وړ توکي وپیري.هغه میرمنې چې په دې نندارتون کې یې لاسې صنایع او د دوي له لورې تولید شوي خوراکي توکی نندارې ته ایښی خوشحاله دي خو وایی د دوې تولیداتو ته باید په بنسټیز ډول بازار موندنه وشی. تر دی وړاندی هم په جلال اباد کې د بیلابیلو مناسبتونو پر مهال دا ډول نندارتونونه جوړ شوي  دي.