په کابل کښې نن بیا بم چاودنې یو کس وژلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83897-په_کابل_کښې_نن_بیا_بم_چاودنې_یو_کس_وژلی
زمونږخبریال وایی د کابل دپولیسو د قومندنۍ ویاند فردوس فرامرز نن سهار وویل دکابل ښار په لویدیځ کښې د «سلام» د مخابراتو دشرکت د تجارتی مشر قاسم تاج په ګاډی کښې په بم چاودنه کښې هغه ووژل شواو ساتونکی یې ژوبل شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2019 08:36 Asia/Kabul
  • طالبانو ډلې د کابل دنن ورځې دبم چاودنې مسولیت پرغاړه اخیستی دی .
    طالبانو ډلې د کابل دنن ورځې دبم چاودنې مسولیت پرغاړه اخیستی دی .

زمونږخبریال وایی د کابل دپولیسو د قومندنۍ ویاند فردوس فرامرز نن سهار وویل دکابل ښار په لویدیځ کښې د «سلام» د مخابراتو دشرکت د تجارتی مشر قاسم تاج په ګاډی کښې په بم چاودنه کښې هغه ووژل شواو ساتونکی یې ژوبل شو .

د افغانستان د مخابراتو او دټیکنالوژۍ  وزارت دکابل دغه ترهګره چاودنه وغندله .

طالبانو ډلې د کابل دنن ورځې دبم چاودنې مسولیت پرغاړه اخیستی دی .

پرون هم د کابل ښار په شپږمې (۶) امنیتی حوزې کښې په یوه (۱) ګاډی کښې په بم چاودنه کښې څه دپاسه پینځویشت (۲۵) کسان مړه او څه دپاسه یوسل څلویښت(۱۴۵) نور ژوبل شوی وو .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی هم دغو بم چاودنو ته په غبرګون کښې طالبانو ته دخبرداری په ترڅ کښې حکومتی او امنیتی ځواکونو ته حکم ورکړی چې د کابل دښاریانو د امنیت دتامینولو لپاره تدبیرونه غوره کړی .

دافغانستان په خوست ښار کښې هم نن په دوو (۲) بم چاودنو کښې د دوو (۲) پولیسو په شمول نهه(۹) کسان ژوبل شول .