دکابل ترهګره پیښه په پراخ ډول غندل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84090-دکابل_ترهګره_پیښه_په_پراخ_ډول_غندل_شوی
زمونږخبریال وایی دنړۍ بیلابیلو هیوادونو او موسسو د افغانستان په پلازمینې کابل ښار کښې د واده په مراسمو کښې ترهګرې بم چاودنې ته پراخ غبرګونونه ښودلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2019 01:41 Asia/Kabul
  • دکابل  برید دجنګي قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ ده او دانسان په ژوند بې رحمۍ نندرې ته وړاندې کوي .
    دکابل برید دجنګي قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ ده او دانسان په ژوند بې رحمۍ نندرې ته وړاندې کوي .

زمونږخبریال وایی دنړۍ بیلابیلو هیوادونو او موسسو د افغانستان په پلازمینې کابل ښار کښې د واده په مراسمو کښې ترهګرې بم چاودنې ته پراخ غبرګونونه ښودلی دی .

په افغانستان کښې دایران داسلامی جمهوریت ، دجرمنی ، د ترکیې او د ایټالیا سفارتونو ،  دایران  او دپاکستان دبهرنیو چارو وزارتونو ، د بخښنې نړیوالې موسسې او په کابل کښې د اروپایی اتحادیې استازندویه دفتر پرون په یوشمیر بیانیو کښې د کابل د واده په دستورو کښې ترهګره بم چاودنه وغندله .

دایران داسلامی جمهوریت دباندنیو چارو وزرات د افغانستان له ملت او حکومت سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کښې د داډول جنایتونو عاملان  دانسانیت د افغانستان د امنیت د سولې او د ثبات دښمانان وبلل .

په کابل کښې دترکیې سفارت هم د کابل چاودنه څاروی ډوله ، غمیزناکه او د بشردوستانه قوانینو خلاف ورزۍ وبلله .

اروپایی اتحادیې هم وویل د کابل دبم چاودنې عاملان دبشریت دښمانان دی .

د بخښنې نړیوالې موسسې هم د کابل چاودنه بوږنونکی جنایت وباله او ټینګار یې وکړ دغه برید دجنګی قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ ده او دانسان په ژوند بې رحمۍ نندرې ته وړاندې کوی .