سعودی عربستان ته د افغانستان د ولسمشر سفر
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84212-سعودی_عربستان_ته_د_افغانستان_د_ولسمشر_سفر
اشرف غنی له طالبانو په ملاتړ کې د عربستان مخینې ته په پام سره،هیله درلوده،په طالبانو ډلې کې د ریاض په نفوذ په تکیّې سره دغه ډله،د افغانستان له حکومت سره د روغې جوړې خبرواترو ته وهڅوی،چې دغه شان غوښتنه هیڅکله هم پوره نه شوه او د سعودی چارواکی په غوښتی او ناغوښتی توګه ونه توانیدل د اشرف غنی ددغې غوښتنې دپوره کیدا لپاره کوم ګام پورته کړائ شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2019 11:19 Asia/Kabul
  • سعودی عربستان ته د افغانستان د ولسمشر سفر

اشرف غنی له طالبانو په ملاتړ کې د عربستان مخینې ته په پام سره،هیله درلوده،په طالبانو ډلې کې د ریاض په نفوذ په تکیّې سره دغه ډله،د افغانستان له حکومت سره د روغې جوړې خبرواترو ته وهڅوی،چې دغه شان غوښتنه هیڅکله هم پوره نه شوه او د سعودی چارواکی په غوښتی او ناغوښتی توګه ونه توانیدل د اشرف غنی ددغې غوښتنې دپوره کیدا لپاره کوم ګام پورته کړائ شی .

د افغانستان ولسمشر اشرف غنی په یوه رسمی سفر کې دعربستان پلازمینې ریاض ته تللی دی .

 اشرف غنی  په دغه سفر کې  دعُمرې  په اداکولو سربیره ،د عربستان له پاچا  ملک سلمان بن عبدالعزیز او ددغه هیواد یو شمیر نورو  چارواکو سره هم لیده کاته کوی .  .

Image Caption

 

 د دوو اړخیزو امنیتی  مناسباتو پیاوړتیا ،د امریکا اوطالبانو ترمینځ د سولې  احتمالی موافقه،په افغانستان کې د موقتی حکومت جوړیدا، په افغانستان کې د جنګ پراختیا او د عامو خلکو د وژلو زیاتیدا  د افغانستان د ولسمشر او سعودی عربستان د لوړپوړو چارواکو ترمینځ د خبرواترو تر ټولو مهمې موضوعګانې دی .

 په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمینځ دسولې د احتمالی موافقې لاسلیک کیدا او  په افغانستان کې د موقتی حکومت جوړیدا  داشرف غنی د اندیښنې لامل شوې  ده .

 په قطر کې د امریکا او طالبانوډ لې ترمینځ د سولې د خبرواترو د ترسره کیدا په وخت او همداراز د افغانستان د ولسمشرۍ د برخلیک ټاکونکو انتخاباتو د ترسره کیدا  په په درشل کې چې ټاکل شوې ده د ستمبر په اته ویشتمه نیټه ترسره شی،عربستان ته د اشرف غنی سفر،مهم ارزول شوی دی .

 اشرف غنی چې  د ولسمشرۍ په مخکینیو انتخاباتو کې له له بریالیتوب وروسته ئې خپل لومړنی بهرنی سفر هم عربستان ته کړی ؤ ، که په راتلونکو انتخاباتو کې بریالی نشی ، نو  په دغه مقام به   سعودی عربستان ته دهغه  وروسته سفر وی . 

په ۲۰۱۴کال کې  په افغانستان کې  داشرف غنی واک ته له رسیدا وخت راهسې تر دې دمه ،  د کا بل او ریاض اړیکو څه خاص تاؤتریخوالی نه دی درلودلی  او ددغه هیواد ولسمشر هڅه کړې ،دخپلو پروګرامونو دپرمخ بیولو لپاره دعربستان له مالی او سیاسی  ظرفیّته  استفاده وکړائ شی .

اشرف غنی  له طالبانو په ملاتړ کې د عربستان مخینې ته په پام سره،هیله درلوده،په طالبانو ډلې کې د ریاض په نفوذ په تکیّې سره دغه ډله،د افغانستان  له حکومت سره  د روغې جوړې خبرواترو ته  وهڅوی،چې  دغه شان غوښتنه  هیڅکله هم پوره نه شوه  او د سعودی چارواکی  په غوښتی او ناغوښتی توګه  ونه توانیدل  د اشرف غنی ددغې غوښتنې دپوره کیدا لپاره کوم ګام پورته کړائ شی .

سعودی عربستان  دتیر وخت په شان  دافغانسان  په طالبانو کې څه خاص نفوذ نه لری او حتی له ۲۰۰۱کاله وروسته  له دغې ډلې سره د ریاض د چارواکو  په اړیکو کې  د دښمنۍ کومې زیاتې نښې نښانې  نه د ی لیدل شوی .

 په تیر کال کې دعربستان په جده ښار کې د دغه هیواد  په کوربتوب سره  داسلامی  عالمانو  دبې نتیجې غونډې ترسره کیدا،  په افغانستان کې د سولې په بهیر کې  د ګډون لپاره  ددغه هیواد یو ناکام اقدام ؤ .

 په دغه شان شرائطو کې دا پوښتنه مطرح کیږی،چې عربستان ته د افغانستتان د ولسمشر  دسفر لپاره  له ټاکل شوو ځینو موضوعګانو سره سره ، په اوسنی وخت کې  دغه سفر څه ا همیّت لری ؟.

 په افغانستان کې  د طالبانو د تاؤتریخجنو فعالیتونو  اوج ته له رسیدو سره په یو وخت  په دغه هیواد کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د مرګونو اقداماتو زیاتیدا ته په پام سره ، اشرف غنی   د ولسمشرۍ  په راتلونکو انتخاباتو کې  دهغه پر موقعیّت  او همداراز ددغو انتخاباتو دترسره کیدا پر بهیر د جنګ او تاؤتریخوالو  او بې ثباتیو  دزیاتیدا پر اغیزو  اندیښمن دی . داسې ځینی نوره موردنه هم شته چې د  اشرف غنی او دهغه دټیم د اندیښنو د زیاتیدا لامل شوی دی .

 په دغه شان  شرائطو کې  دغه  ګمان مطرح دی  چې  عربستان ته د اشرف غنی د سفر اصلی  هدف د هغه د حکومت دختمیدا په وروستیو اونیو کې ، په طالبانو او داعشیانو  کې  دهغوی له نفوذه  د استفادې او د افغانستان  د ولسمشرۍ  دانتخاباتو په درشل کې د تاؤتریخجنو  فعالیتونو ددریدا یا کمیدا لپاره  ددغو ترهه ګرو ډلو لپاره له ریاضه یوازې  د مرستې غوښتنه ده، ځکه دغه بهیر به داشرف غنی په  موقعیّت ډیرې زیاتې منفی اغیزې وشیندی.

Image Caption

 

که څه هم ځینی شواهد  پر طالبانو دعربستان د نفوذ دکمیدا ښودنه کوی ، خو پر داعشی ډلې  ددغه هیواد مدیریّت  لامل شوی څو اشرف غنی  په افغانستان کې د داعش د حملو په کمیدا کې  د ریاض رول ته ډیر هیله مندشی .