د امریکې او طالبانو ترمینځ د موافقې د مسودې متن فاینل شو
نه تایید شوې رپورټونه په قطر کښې له طالبانو سره د امریکې د تش د نامې صلحې د موافقې د مسودې د متن له نهايي کیدو خبر ورکوي.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې تیره شپه په قطر کښې د افغانستان په چارو کښې د امریکې د ځانګړي استازي ځلمي خلیلزاد او د طالب ډلې د سیاسي نمایندګانو ترمینځ شویو مذاکراتو کښې له دغې ډلې سره د امریکې د موافقې د مسودې متن برابر او نهايي کړی شوی دی.
البته د دغې موافقې په مسودې کښې له طالبانو سره د امیکې د توافق جزئیات لا نه دي خپاره شوې.
ځلمي خلیلزاد نن په کابل کښې د افغانستان له ولسمشر سره ملاقات کوي او هغه به د قطر د خبرواترو د نهم پړاؤ له نتایجو خبر کړي.
له بلې خوا د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دا وروستیو کښې ویلي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو لپاره هیڅ مهال ویش نه دی ټاکل شوی او دا په داسې حال کښې دي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د مهال ویش ټاکل، له امریکې سره د طالبانو د مذاکراتو یوه اصلي موضوع او شرط و.