کابل کښې زوروره چاودونه شوې
Sep 03, 2019 01:25 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
یوې درنې چاودنې بیګا د افغانستان پلازمینه کابل ښار ولړزوه.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې د کابل ښار په نهمه حوزه کښې تیره شپه یوه سخته چاودنه شوې ده.
په عین حال کښې د افغانستان د داخله وزارت مطبوعاتي سلاکار بهار مهر وویل چې دا یوه کار بم چاودنه وه او د چاودنې له ځایه د ډزو غږونه هم اوریدل شوې دي.
د دغې چاودنې د احتمالي مرګ ژوبلې یا مالي تاوان په هکله تراوسه کوم رپورټ نه دی رارسیدلی او هیڅ کومې ډلې یې پړه هم نه ده منلې.
ټیګونه