په کابل کښې بم چاودنې لس کسان وژلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84429-په_کابل_کښې_بم_چاودنې_لس_کسان_وژلی_دی
ل نن د کابل د مکرورویانو سیمې په عمومی سړک کښې په عبدالحق څلور لاره کښې په یوه ګاډی کښې بم چاودنې تراوسه لس (۱۰) ملکی وګړی وژلی او دوه څلویښت (۴۰) نور یې ژوبل کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 05, 2019 08:28 Asia/Kabul
  • دا په کابل کښې له دوشنبې ورځې راهسې دوهمه ستره بم چاودنه ده
    دا په کابل کښې له دوشنبې ورځې راهسې دوهمه ستره بم چاودنه ده

ل نن د کابل د مکرورویانو سیمې په عمومی سړک کښې په عبدالحق څلور لاره کښې په یوه ګاډی کښې بم چاودنې تراوسه لس (۱۰) ملکی وګړی وژلی او دوه څلویښت (۴۰) نور یې ژوبل کړی دی .

ویل کیږې له چاودنې وروسته ډزې هم شوی دی .

دافغانستان دطالبانو یوه(۱) ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی دی په کابل کښې یې د استخباراتو د څلویښتم(۴۰) ریاست په نظام قراول کښې د بهرنیو عسکرو په هغه کاروان برید کړی چې دغه ریاست ته ننوت .

ذبیح الله مجاهد ادعا وکړه چې په دغه برید  کښې دافغانستان دملی امنیت ادارې اته (۸) غړی او دغه راز دولس(۱۲)خارجیان وژل شوی دی خو تراوسه کومې سرچینې دغه ادعا نه ده تائید کړی .

په کابل کښې ننۍ بم چاودنه وروسته له دې شوی ده چې په قطر کښې له طالبانو سره د امریکا د خبرواترو نهه (۹)پړاونه شوی دی او دوې نهایی موافقې ته نږدې شوی هم دی .

ځینې  سرچینې وایی چې له امریکا سره دطالبانو په موافقې کښې اوربند نه دی شامل .