په افغانستان کښې تیر کال زرګونو کسان وژل شوی
-
د ښکیلو خواو ترمینځ جنګونه ، بم چاودنې او ترهګرې حملې ددغو مرګ ژوبلو ترټولو مهم علتونه دي .
زمونږخبریال وایی د افغانستان د روغتیا وزارت په تیر کال کښې په جنګونو او بم چاودنو کښې د وژل شویو ملګی وګړو شمیر درې زره او سل (۳۱۰۰) تنه اعلان کړ .
د افغانستان د روغتیا وزارت د غیر مترقبه پیښو د برخې مشر «میرلیث مصطفی» په دې موده کښې د ژوبلو کسانو شمیر هم څه دپاسه دیارلس زره او پینځه سوه (۱۳۵۰۰) تنه اعلان کړ .
هغه وویل یوسل یوڅلویښت(۱۴۱) وژل شوی او څه دپاسه دولس سوه (۱۲۰۰) ژوبل شوی کسان ښځې دی .
دافغانستان دروغتیا وزارت دغه چارواکی وویل د ښکیلو خواو ترمینځ جنګونه ، بم چاودنې او ترهګرې حملې ددغو مرګ ژوبلو ترټولو مهم علتونه دی .
دافغانستان دبشری حقوقو د کمیسیون ویاند شکر الله مشکور هم د ملګی وګړو دوژلې په زیاتیدا اندیښنه څرګنده کړی ده او ویلی یې دی یوازې په تیرو اوو(۷) ورځو کښې په کابل کښې په دریو (۳) خونړیو بم چاودنو کښې څه دپاسه څلورسوه پنځوس (۴۵۰) کسان وژل شوی او ژوبل شوی دی .