په کابل کې ځان مرګی بریدونو بیا د لسګونو کسانو وینه وبهوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84585-په_کابل_کې_ځان_مرګی_بریدونو_بیا_د_لسګونو_کسانو_وینه_وبهوله
ذبیح ا..مجاهد دغه راز وئیلی په دغه برید کې ۱۲ بهرنی نیواګر پوځیان او دغه راز د کابل د امنیت مرستیال ادریس پشمول ۸ داخلی عسکر وژل شوی او یو شمیر نور ټپیان شوی دی ،خو حکومتی سرچینوددغې ادعاپه هلکه دخبر تر مخابیره کیدا پورې څه نه دی وئیلی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 12, 2019 11:04 Asia/Kabul
  • په کابل کې ځان مرګی بریدونو بیا د لسګونو کسانو وینه وبهوله

ذبیح ا..مجاهد دغه راز وئیلی په دغه برید کې ۱۲ بهرنی نیواګر پوځیان او دغه راز د کابل د امنیت مرستیال ادریس پشمول ۸ داخلی عسکر وژل شوی او یو شمیر نور ټپیان شوی دی ،خو حکومتی سرچینوددغې ادعاپه هلکه دخبر تر مخابیره کیدا پورې څه نه دی وئیلی .

زمونږ خبریال له کابله راپورراکړد افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمی وئیلی دی د کابل ښار په لویدیځی برخې کې د پوځ د ځانګړی ځواک  دمرکز په وړاندې چاودنه شوی چې یوشمیر مرګ ژوبلې ئې اړولی دی .

 هغه وئیلی دی دغه چاودنه  د کابل ښار د اوه مې امنیتی حوزې په ریشخور سیمې کې  شوې ده .

حکومتی سرچینو په دې اړه نور څه نه دی وئیلی ، خو د طالبانو ډلې یوه ویندوی  ذبیح  ا... مجاهد په همداوروستیو کې مونږ ته دیوې خبرتیا په رالیږلو سره مدعی شوی چې  دکابل ښار په نهمې حوزې او شش درک سیمې کې ئې د بهرنیو او کورنیو عسکرو   دځانګړی ځواک په مرکز ځان مرګی حمله کړې  چې  د وروستیو اطلاعاتو په اساس پکې په لسګونو داخلی اوبهرنی عسکر مړه اوټپیان شوی دی .

هغه ادعا کړې دغه  برید هغه  مهال  شوی چې د بهرنیو مهمو استخباراتی افسرانو د ګاډو کاروان  سیمې ته په روانیدو ؤ  .

ذبیح ا..مجاهد دغه راز وئیلی  په دغه  برید کې ۱۲بهرنی نیواګر  پوځیاناو دغه راز د کابل  د امنیت مرستیال ادریس پشمول۸ داخلی عسکر وژل شوی او یو شمیر نور ټپیان شوی دی ،خو حکومتی سرچینوددغې ادعاپه هلکه دخبر تر مخابیره کیدا پورې څه نه دی وئیلی .