په افغانستان کښې ۱۰۰۰ طالبان وژل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84608-په_افغانستان_کښې_۱۰۰۰_طالبان_وژل_شوی_دی
زمونږ خبریال وایی دافغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون په کابل کښې په یوې(۱) غونډې کښې وویل په تیرو اوو (۷) ورځو او په قطر کښې د امریکا او دطالبانو ډلې ترمینځ د خبرواترو له بندیدا وروسته د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې دحکومتی عسکرو په عملیاتو کښې د طالبانو زر (۱۰۰۰) کسان وژل شوی او ددغو طالبانو د وژل کیدا مسول ددغه ډلې سیاسی مشران دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 14, 2019 00:49 Asia/Kabul
  • طالبان د« بین الافغاني» خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره چمتو دي په دې شرط چې لومړۍ دافغانستان د نیواک مسله حل شي
    طالبان د« بین الافغاني» خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره چمتو دي په دې شرط چې لومړۍ دافغانستان د نیواک مسله حل شي

زمونږ خبریال وایی دافغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون په کابل کښې په یوې(۱) غونډې کښې وویل په تیرو اوو (۷) ورځو او په قطر کښې د امریکا او دطالبانو ډلې ترمینځ د خبرواترو له بندیدا وروسته د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې دحکومتی عسکرو په عملیاتو کښې د طالبانو زر (۱۰۰۰) کسان وژل شوی او ددغو طالبانو د وژل کیدا مسول ددغه ډلې سیاسی مشران دی .

اشرف غنی وویل دافغانستان پوځیان  همدا اوس د طالبانو ډلې او دترهګرو پرضد خپلواکه عملیات ترسره کوی او اته نوی (۹۸) فیصده عملیات د بهرنیو عسکرو له ګډون پرته کوی .

له بلې خوا په قطر کښې دطالبانو ډلې دسیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل نوی پیغام کښې وویل طالبان د« بین الافغانی» خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره چمتو دی په دې شرط چې لومړۍ دافغانستان د نیواک مسله حل شی .