غزني کې ټاکنو ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84655-غزني_کې_ټاکنو_ته_کلک_امنیتي_تدابیر_نیول_شوي_دي
د افغانستان د غزنی ولایت امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د ولسمشرۍ ټآکنو لپاره دکلک امنیتی تدابیرو دنیول کیدو خبر ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 16, 2019 09:52 Asia/Kabul
  • غزني کې ټاکنو ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي

د افغانستان د غزنی ولایت امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د ولسمشرۍ ټآکنو لپاره دکلک امنیتی تدابیرو دنیول کیدو خبر ورکوي.

زمونږ د خبریال د رالیږلي رپورټ له مخې په غزني ولایت کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او سلګونه تازه دمه سرتیري په بیلابیلو ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي دي.

دغزنی ولایت دامنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت په دې ولایت کې د امنیتی چمتو والي په اړه وایي: په غزني کې د ټاکنو د امنیت لپاره په ناامنو او تر ګواښ لاندې سیمو کې د سلګونه امنیتي سرتیرو د ځای پر ځای کیدو ترڅنګ په تر ګواښ لاندي سیمو کې د وسله والو د ځپلو په موخه چاڼیز عملیاتونه هم پیل شوې دي.