زابل ولایت کښې د چاودنې د مړو شمیر لازیات شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84731-زابل_ولایت_کښې_د_چاودنې_د_مړو_شمیر_لازیات_شو
د افغانستان په زابل ولایت کښې د موټر بم چاودنې د وژل شویو شمیر شلو تنو ته ورسید.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Sep 20, 2019 01:36 Asia/Kabul
  • زابل ولایت کښې د چاودنې د مړو شمیر لازیات شو

د افغانستان په زابل ولایت کښې د موټر بم چاودنې د وژل شویو شمیر شلو تنو ته ورسید.

د افغانستان په زابل ولایت کښې د موټر بم چاودنې د وژل شویو شمیر شلو تنو ته ورسید.

د فرانس پریس د خبر له مخې د افغانستان په سویل کښې د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق وویل: د زابل ویات په مرکز قلات ښار کښې د افغانستان د اطلاعاتو د دفتر مخې ته یو بم ایښودل شوی موټر وچاودیده چې له امله یې شل تنه وژل شوي او ۹۰ نور زخمي شول.

په مړو او زخمیانو کښې یوشمیر ښځې او ماشومان هم شته دي.

د دې چاودنې پړه طالب ډلې منلې ده.