رڼا غورځنګ د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات بایکاټ کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84813-رڼا_غورځنګ_د_افغانستان_د_ولسمشرۍ_انتخابات_بایکاټ_کړل
د افغانستان د (جنبشِ روشنايي) لوړې ولسي شورا د دغه هیواد د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو بایکاټ وکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 24, 2019 07:42 Asia/Kabul
  • رڼا غورځنګ د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات بایکاټ کړل

د افغانستان د (جنبشِ روشنايي) لوړې ولسي شورا د دغه هیواد د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو بایکاټ وکړ.

د آوا خبري آژانس د خبر له مخې د جنبش روشنايي جګ پوړو غړو پرون کابل کښې په یوه خبري غونډه کښې ټیګار وکړ چې د ستمبر په اتویشتمه نیټه د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې به ګډون ونه کړي.

د روشنايي یا رڼا غورځنګ دغه لوړرتبه چارواکو ویلي چې درغلي د انتخاباتو د نتیجې په اصلي او ټاکونکي عامل باندې بدله شوې ده او کاندیدان د خلکو رایو او نظر ته هیڅ اهمیت نه ورکوي.