د افغانستان په انتخاباتو کښې د امريکې د سفارت څرګنده لاسوهنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84826-د_افغانستان_په_انتخاباتو_کښې_د_امريکې_د_سفارت_څرګنده_لاسوهنه
په افغانستان کښې د امريکې سفارت په يوې بيانيه کښې ادعا وکړه چې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د امنيت د نيشتوالي او ټګۍ د احتمال په باره کښې زيات رپوټونه دغه سفارت ته رسېدلي دي چې زيات اندېښمنونکي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2019 12:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان په انتخاباتو کښې د امريکې د سفارت څرګنده لاسوهنه

په افغانستان کښې د امريکې سفارت په يوې بيانيه کښې ادعا وکړه چې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د امنيت د نيشتوالي او ټګۍ د احتمال په باره کښې زيات رپوټونه دغه سفارت ته رسېدلي دي چې زيات اندېښمنونکي دي.

په دغه بيانيه کښې چې د افغانستان په کورنيو چارو کښې څرګنده لاسوهنه ده د امريکې سفارت د افغانستان له امنيتي اداور غوښتي دي چې د شفافو او امنه انتخاباتو لپاره دې هلې ځلې وکړي او د ولسمشرۍ نامزد کسان دې هم د ډېموکرېټکو اصولو په بنياد عمل وکړي.

که څه هم د افغانستان په انتخاباتو کښې د امريکې لاسوهنه څه نوې موضوع نه ده او واشنګټن په ځلونو په چټي بهانو د راتلونکو انتخاباتو په شمول د دغه هېواد په کورنيو چارو کښې لاسوهنه او مداخله کړې ده، خو د امريکې د سفارت بيانيه په خپل ډول کښې يو جدي اقدام ګڼل کيږي چې ښودنه کوي د افغانستان په راتلونکې ډېرې مهمې پېښې کښې د امريکې لاسوهنه له تېرو وختونو زياته په ډاګه شوې ده.

د افغانستان په انتخاباتو کښې د امريکې څرګنده لاسوهنه  د دغه هېواد د يوې ډېرې مهمې سياسي واقعې په وړاندې په يو ګواښ بدله شوې ده او له همدې امله د افغانستان زياترو مطرحو شخصيتونو د سپينې ماڼې د  لاسوهونکې تګلارې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ايتوا په نامه د افغانستان د انتخاباتو او شفافيت څارونکې ادارې يو چارواکي حبيب ا... شينواري له دې مخکښې د دغه هېواد په انتخاباتي چارو کښې د امريکې د لاسوهنو په باره کښې خبردارے ورکړے ؤ. د افغانستان مخکښيني ولسمشر حامد کرزي هم ويلي دي چې د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو بهير د امريکې په کنټرول کښې دے او افغان ولس پکښې څه تاثير نه لري.

په داسې يوه فضاء کښې پکار دي وکتې شي چې په انتخاباتو کښې له ښکاره لاسوهنو او د امنيت د نيشتوالي يا د ټګۍ په شان ادعاګانو له کولو نه د امريکې هدف څه دے؟ په لږ غور سره په دې پوهېدې شوو چې د دې پوښتنې ځواب د امريکې د وروستيو مياشتو په کارکردګۍ کښې پټ  دے. د ډونالډ ټرمپ حکومت په دې وروستيو مياشتو کښې ښودلې ده چې په افغانستان کښې د انتخاباتو د کېدو لپاره د ترجيح قائل نه دے او د افغانستان له جبې څخه د واشنګټن د وتلو لپاره له طالب ډلې سره خبرې اترې د دغه هېواد ترجيح ده. که څه هم د امريکې او طالبانو د صلحې خبرې اترې هم هغه شان په ټپه ولاړې دي خو څرګنده ده چې واشنګټن هم هغه شان د دغو خبرو اترو د بيا شروع کېدو په طمه دے  او له همدې امله په مختلفو بهانو سره کوشش کوي چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات په خپل اند بې اعتباره کړي.

البته حقيقت دا دے چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو نامزدو کسانو او  د دغه هېواد نامتو شخصيتونو هم د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو په باره کښې څرګندونې مطرح کړي دي، د کابل حکومت تر اوسه د دغو نظر څرګندونو په وړاندې څه پرېکنده دريځ نه دے ښودلے او تاکيد يې کړے دے چې انتخابات پکار دي په مقرره وخت ترسره شي.

په همدې وجه د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په پاتې څو ورځو کښې دا هيله کيږي چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه د امريکې د سفارت لاسوهونکې بيانيه  د دغه هېواد د حکومت له ردعمل سره مخامخه شي.

-----------