د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د امنيت لپاره د افغان ځواکونو چمتووالے
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84843-د_افغانستان_د_ولسمشرۍ_انتخاباتو_د_امنيت_لپاره_د_افغان_ځواکونو_چمتووالے
د افغانستان فوځي، امنيتي او پوليسي ځواکونه د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د امنيت لپاره د تيارۍ په حال کښې راغلي دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 25, 2019 14:01 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د امنيت لپاره د افغان ځواکونو چمتووالے

د افغانستان فوځي، امنيتي او پوليسي ځواکونه د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د امنيت لپاره د تيارۍ په حال کښې راغلي دي.

زمونږ د خبريال  د رپوټ له مخې د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند نصرت رحيمي وويل، افغان فوځيان له نن سحره د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د امنيت ساتلو لپاره د افغانستان په د مختلفو سيمو د رائې اخېستنې په مرکزونو کښې ځاے پرځاے شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو کمېشن په دغه هېواد کښې د رائې اخېستنې د مرکزونو شمېر څلور زره نهه سوه اعلان کړے دے چې پکښې يو نيم زر مرکزونه له امنيتي ګواښونوسره مخامخ دي.

د افغانستان د ښونې او روزنې وزارت هم د دغه هېواد مدرسې د رائې اخېستنې د مرکزونو په توګه له سبا نه د راتلونکې هفتې تر ايتوار ورځې پورې تړلي اعلان کړي دي.