غزني کښې ټاکنو ته کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي
Sep 25, 2019 12:31 Asia/Kabul
د افغانستان د غزنی ولایت د ټاکنو د ترسره کولو لپاره په دغه ولایت کښې د تازه دمې افغان ځوکونو له خوا کلک امنیتی چمتو والی نیول شوی.
دغزنی ولایت د رسنیو دفتر وایي، په غزني کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره کلک لاﺯم امنيتي تدابير نيول شوي او لسګونه تاﺯه دمي ځواکونه په همدي موخه د مرکز او ولسواليو په تر ګواښ لاندي سيمو کې ځاى پرځاى شوي دي.
دغه راﺯ د رايې ورکولو د مرکزونو د امنيت لپاره هم سلګونه سرتيري ګومارل شوي او د ټاکنو په ورځ د ممکنه امنيتي پيښو د دفع لپاره هم د ګډو ځواکونو يوه مجهزه منتظره قطعه جوړه شوي ده.
د غزني ولايت چارواکي ټولو ولسونو ته ډاډ ورکوي چې د ټاکنو د ورځي او د رايې ورکولو د مرکزونو امنيت به په بشپړ ډول نيول شوى او دوى کولاى شي په پوره اطمينان سره خپلي رايې وکاروي.
ټیګونه