د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د رایه اچونې بهیر پیل شو
Sep 28, 2019 06:28 Asia/Kabul
د افغانستان د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایه ورکونې بهیر نن سهار اووه بجې رسماً پیل شوی دی.
د ټول افغانستان په شمول د دغه هیواد په ننګرهار او نورو ختیځو ولایتونو کښې هم د ننیو انتخاباتو د رایه اچونې پروسه پیل شوې ده.
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د دغه ښار په عبدالوکیل لیسه کښې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل او څو تنو نورو جګ پوړو چارواکو د خپلو رایو په اچولو سره دا پروسه پیل کړه.
په دې اړه د نورو تفصیلاتو په لپاره له جلال آباده زمونږ د خبریال محمد آصف شینواري رالیږلی رپورټ اوریدلې شئ.
ټیګونه