جلال آباد کښې د افغان ملې امنیت په ځانګړو ځواکونو برید وشو
د افغانستان د ننګرهار ځاي چارواکو په جلال آباد کښې د افغان ملي امنيت په ځواکونو د بريد خبر ورکړ.
له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې نن د جمعې په ورځ له غرمې وروسته په دوه بجو د جلال اباد ښار څلورمه ناحیه بیز اکمالاتې سیمه کښې د ملې امنیت ځانګړو ځواکونو صفر دوه قطعې په کاروان ځان وژونکې برید وشو. د ننګرهار د والې ویاند عطاالله حوګیاڼي وويل د برید له امله مرګ ژوبله هم رامنځته شوې خو وائي تر اوسه د مرګ ژوبلو په اړه کره معلومات نه لرې.
په سیمه کې عینې شاهدان وایې له برید وروسته دسپکو وسلو ډزې هم اورېدل شوي دي دا مهال سیمه د همدغو ځواکونو له لورې کلا بنده او چاته د ورتګ اجازه نه ورکول کیږې.
خو له بلې خوا طالب ډلې په خپله يوه خپره شوې خبرپاڼه کښې ويلي دي چې په دغه ځان وژونکي بريد کښې يولس تنه افغان ځواکونه مړۀ او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.