د امریکا ځانګړی استازی خلیل زاد کابل ته رسیدلی
-
له طالبانو سره د امریکا خبرواترو تراوسه نه یوازې دافغانستان دخلکو لپاره کومه ګټه نه ده لرلي .
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د خبرواترو د بهیر د بیا پیلولو لپاره د کابل له چارواکو سره د خبرو او سلامشورې لپاره دغه هیواد ته ورسید .
د افغانستان خبری سرچینو نن وویل دامریکا ځانګړی استازی زلمی استازی ټاکل شوی دی چې نن د ملی وحدت د حکومت له اجرایی مشر عبدالله عبدالله او د خارجه وزارت له پخوانی سرپرست صلاح الدین ربانی سره د دغه هیواد د وورستیو سیاسی بدلونونو په هکله خبرې وکړی .
ویل کیږی چې د امریکا پلاوی د افغانستان له پخوانی ولسمشر حامدکرزی سره کتنه او خبرې کوی .
افغانستان ته د زلمی خلیل زاد دغه سفر په داسې حال کښې دی چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د روان میلادی کال د سپتمبر د میاشتې په نیمایی کښې په قطر کښې له طالبانو سره د خبرواترو د نهو (۹) پړاونو له ترسره کولو وروسته دغه خبرې ودرولې .
له طالبانو سره د امریکا خبرواترو تراوسه نه یوازې دافغانستان دخلکو لپاره کومه ګټه نه ده لرلی بلکې په دغه هیواد کښې د جنګونو ،نښتو او دترهګرو بریدونو د زیاتیدا سبب شوی هم دی .