د اوربند له منلو پرته له طالبانو سره موافقه ګټه نلری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85518-د_اوربند_له_منلو_پرته_له_طالبانو_سره_موافقه_ګټه_نلری
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست« اسد الله خالد» له طالبانو سره له هر ډول موافقې لاسلیک کیدا مخکې ددغه ډلې لخوا د اوربند د منلو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2019 01:17 Asia/Kabul
  • له طالبانو سره د امریکا د استازیو د خبرواترو نهو (۹) پړاونو تراوسه د افغانستان دخلکو لپاره  هیڅ ګټه نه ده لرلي .
    له طالبانو سره د امریکا د استازیو د خبرواترو نهو (۹) پړاونو تراوسه د افغانستان دخلکو لپاره هیڅ ګټه نه ده لرلي .

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست« اسد الله خالد» له طالبانو سره له هر ډول موافقې لاسلیک کیدا مخکې ددغه ډلې لخوا د اوربند د منلو غوښتنه وکړه .

اسد الله خالد دې ته په اشارې سره چې د اوربند له اعلانولو پرته له طالبانو ډلې سره هیڅ ډول خبرې او موافقه ممکنه نه ګڼی وویل که چیرې  د یوې (۱) سیاسی موافقې د لاسلیک کیدا لپاره د طالبانو ډلې او د امریکا خبرې اترې له سره پیل شی نو دغه مذاکرات باید د طالبانو لخوا د اوربند د منلو سبب شی .

له طالبانو سره د امریکا د استازیو د خبرواترو نهو (۹) پړاونو تراوسه د افغانستان دخلکو لپاره  هیڅ ګټه نه ده لرلی بلکې په دغه هیواد کښې د جنګونو ، د نښتو او د ترهګرو حملو د زیاتیدا سبب شوی هم دی .