د صلحې لپاره د افغان ولسمشر اوۀ مرحله ايزه طرحه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85530-د_صلحې_لپاره_د_افغان_ولسمشر_اوۀ_مرحله_ايزه_طرحه
د افغان ولسمشر د صلحې د بهير د عملي کېدو لپاره يوې اوه مرحله ايزې طرحې خبر ورکړ چې ترټولو مهمه برخه يې له دغه هېواده د امريکائي ځواکونو وتل دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2019 11:00 Asia/Kabul
  • د صلحې لپاره د افغان ولسمشر اوۀ مرحله ايزه طرحه

د افغان ولسمشر د صلحې د بهير د عملي کېدو لپاره يوې اوه مرحله ايزې طرحې خبر ورکړ چې ترټولو مهمه برخه يې له دغه هېواده د امريکائي ځواکونو وتل دي.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د هغو اسنادو له مخې چې د افغانستان د معتبرو رسنيو په اختيار کښې راغلي دي محمد اشرف غني صلحې ته د رسېدو لپاره يوه اوۀ مرحله ايزه طرحه برابر کړې ده چې د امريکائي فوځيانو وتل ، له طالب ډلې سره د خبرو اترو شروع کول او ډزبندي يې ترټولو مهمې مرحلې دي.

له افغانستانه د امریکائي فوځيانو د وتلو څه رنګوالے، له طالبانو سره د دغه هېواد د پينځلس کسيز پلاوي د خبرو اترو شروع کول، د ډزبندۍ ټينګېدل، له ترهه ګرو ډلو سره د پاکستان له صادقانه مبارزې څخه د کابل اطمينان حاصلول، د سيمې، ګاونډي او د اسلامي نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د صلحې د بهير په اړه خبرې اترې، د افغانستان د سياسي او امنيتي جوړښتونو پياوړتيا او په ټولو هېواد کښې د خلقو په مشکلاتو غور کول د صلحې لپاره د افغانستان د ولسمشر اوۀ مرحله ايزه طرحه تشکيلوي.

که څه هم د افغانستان د ولسمشرۍ لخوا تر اوسه په رسمي توګه دغه طرحه نه ده اعلان شوې خو د ولسمشرۍ د دفتر وياند صديق صديقي وويل، کابل د صلحې د بهير لپاره ترټولو داسې لنډه لار لټوي چې څه نتيجه ورکړي.

د صلحې لپاره د افغان ولسمشر طرح په داسې حال کښې رسانه اي شوې ده چې د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازے زلمے خليزاد هم کابل ته لاړ دے او له طالب ډلې سره د امريکې ماتې خوړلو خبرو اترو د بيا شروع کولو لپاره په ليدنو کتنو او صلاح مشورو بوخت دے.