په لوګر ولايت کښې د يو جومات مخکښې ته شپږ چاودنې اوشوې
Nov 03, 2019 01:41 Asia/Kabul
افغان سرچينو بېګا د افغانستان په لوګر ولايت کښې د يو جومات مخکښې ته د شپږو بمونو د چاودېدو خبر ورکړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې افغان سرچينو وويل،دغه شپږ بمونه پرون په دغه ولايت کښې د عبدا... بن مسعود نومې جومات د ننوتلو د ور مخې ته چاودېدليدي.
د دغو چاودنو د احتمالي سر او مال تاوانونو څه رپوټ لا نه دے ترلاسه شوے. تر اوسه چا کس يا ډلې د دغو چاودنو ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې خو داعش ترهه ګره ډله او طالبان د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د اکثرو حملو او ترهه ګرو چاودنو ذمه واري په غاړه اخلي.
ټیګونه