د افغانستان او پاکستان تر منځ د دیپلوماتیک کړکیچ زیاتوالی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کښې د آي ایس آي اطلاعاتي اداري له خوا د دغه هیواد د سفیر په وربللو نیوکه وکړه او په اسلام آباد کښې یې د افغانستان له سفیر سره په بد چلند اندېښنه څرګنده کړه.
دغه وزارت د پاکستان د آی ایس آی په اړه د یوې بیانیې په خپرولو سره دغه چلند د دیپلوماتیک عرف او سولي خلاف وباله.
د راپورونو له مخې، په اسلام آباد کښې د افغانستان سفیر عاطف مشعل د آي ایس آي یو ځایی دفتر ته راغوښتلي شوي و او هلته ورسره بد چلند وشو. د دغې پېښې زیات جزئیات نه دي اعلان شوې خو د افغانستان د نیوکې نه وړاندې، پاکستان هم اعلان کړی وو چې په کابل کښې د دغه هیواد له دپلماتانو سره بد چلند شوی. د راپورونو له مخې، په ورستیو ورځو کښې په کابل کښې د پاکستان دیپلوماتان ځورولي شوي او موټر یي چې سفارت ته روان وو د یو موټر سائیکل لخوا زیان لیدلی دی. د نومبر په څلورمه د ګل په ورځ په کابل کښې د پاکستان سفارت د دغه حالاتو په غبرګون کښې د افغانستان په پلازمینه کښې خپل کنسولي خدمات د امنیتي دلایلو له کبله بند کړي و.
د پاکستان او افغانستان ترمینځه د دیپلوماتیک اختلافات د دواړو هیوادونو ترمینځه د نورو اختلافاتو په رنګ کومه نوې مسئله نه ده. په هرحال، په دې وروستیو کلونو کښې، د افغان مهاجرانو د راتللو لپاره د محدودیتونو جوړولو او د مهاجرینو د تګ راتګ د قانوني کولو لپاره د پاکستان د هڅو له کبله د دواړو هیوادونو اختلافات اوج ته رسیدلي دي.
په ورستیو کلونو کښې، پاکستان ته د سفر کولو د غوښتونکو زیات شمیر او د اسلام آباد لخوا لګولو شویو محدودیتونو، په افغانستان کښې د پاکستان لپاره ویزا اخیستونکې له ستونزو سره مخامخ کړي. له هم دې کبله د پاکستان دیپلوماتیکو مرکزونو کړکیچونه په افغانستان کښې تل زیات وي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پدې وروستیو کې د پولیسو یو سرتیری نیولی دی چې د پاکستان د سفارت مخې ته یي ویزه غوښتونکي وهلي ټکولي وو.
البته واقعیت دا دي چې د دواړو هیوادونو ترمینځه دیپلوماتیک کړکیچ یواځي د ویزې په موضوع پورې محدود نه دی. د سولي مذاکرات، د پولي ستونزي، بهرنۍ اړیکي او همدارنګه د افغانستان د نړۍ سره د تجارت په شان موضوعات د کابل او اسلام آباد ترمینځه تل د کړکیچو پیدا کېدو سبب دي.
د افغانستان ماندګار ورځپاڼه لیکي:
پاکستان د جوړیدو له وخته له افغانستانه تر دې زیات څه نه غوښتل چې دغه هیواد د ډیورنډ په هکله له ادعا تیر شي او مشران یې د ډیوراند د موافقې په هکله په خپلو ژمنو عمل وکړي، خو وروسته په تیره بیا له اویایمې او اتیایمې میلادي لسیزې ورسوته له کابله د اسلام اباد غوښتنې زیاتې شوې.
د اختلافاتو له زیاتوالي سره سره حقیقت دا دی چې په وروستیو کلونو کې اختلافاتو د حل لپاره د کابل او اسلام اباد تر مینځ ډیرې کمې خبرې شوې او که شوې هم دي کومه خاصه نتیجه یې نه ده ورکړې. د افغانستان اوسني مقامات او ډیر شناندي پاکستان تورنوي چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ ته ډیر کم درناوی لري او همدا خبره د ډیرو اختلافاتو جرړه ده. پاکستان که څه هم دغه ادعا رادوي خو په مختلفو پړاونو کې یې عمل د دې په خلاف پاتې شوی دی. د مثال په توګه سږ کال په کشمیر کې د ناکراریو په اوج کې پاکستانیو مقاماتو په ځلونو ګواښ کړی چې دغه لانجه به په افغانستان کې د سولې په مذاکراتو منفي اغیزه ولري. ډیر شناندي د پاکستانیو مقاماتو دغه خبرې تلویحا له طالبانو سره د اسلام اباد په ملګرتیا اعتراف ګڼي.
په ټول کې د پاکستان او افغانستان تر مینځ لانجه همیشه ډیره اوږده او جرړه ایزه پاتې شوې او تر هغه وخته چې د دواړو هیوادونو مقامات ددغه لانجې د حل لپاره موثره لاره پیدا نه کړي دواړه لوري په له خبرو اترو لا لرې او بې اعتمادي به یې لا زیاته شي. دا حالت که له یوې خوا د دواړو هیوادونو په تاوان دی له بل پلوه د نیکواګرو او د افراطي او ترهه ګرو ډلو په ګټه دی.