افغان ولسمشر په بهرنيو سفارتخانو د حکومتي زمکو په خرڅولو تورن شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85741-افغان_ولسمشر_په_بهرنيو_سفارتخانو_د_حکومتي_زمکو_په_خرڅولو_تورن_شو
د افغانستان د مشرانو جرګې د دغه هېواد ولسمشر په بهرنيو سفارتخانو د حکومتي زمکو په خرڅولو کښې په غېر قانوني اقدام تورن کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 07, 2019 12:57 Asia/Kabul
  • افغان ولسمشر په بهرنيو سفارتخانو د حکومتي زمکو په خرڅولو تورن شو

د افغانستان د مشرانو جرګې د دغه هېواد ولسمشر په بهرنيو سفارتخانو د حکومتي زمکو په خرڅولو کښې په غېر قانوني اقدام تورن کړ.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د مشرانو جرګې نن وويل، محمد اشرف غني حکومتي زمکې په غېر قانوني توګه په بهرنيو سفارتخانو خرڅې کړې دي.

د مشرانو د جرګې د غړيو د څرګندونو له مخې په برطانيې، اروپائي اتحاديې او د اېشيا په ترقياتي بېنک باندې د حکومتي زمکو دغه خرڅونه له جرګې سره له غږملتيا نه بغېر شوې ده او دا غېر قانوني چاره ده او حکومت ته پکار دي چې د خپلو صلاحيتونو او اختياراتو په بنياد فعاليت وکړي.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د ماليې د وزارت سرپرست محمد همايون قيومي وويل، بهرنيو سفارتخانواو خصوصي شرکتونو ته حکومتي زمکې د افغانستان د ښارجوړونې د وزارت لخوا په کرايه ورکړې شوې دي.