د افغان حکومت دکابل چاودنه وغندله
د افغانستان د وحدت ملي حکومت ولسمشر او اجرایي رئيس په کابل کې ترهګرې حملې د بشریت پر ضد جنایت وبلل او هغه یی وغندل.
زموږ خبریال له کابل څخه راپور ورکوي د افغانستان د ولسمشرۍ ریاست مطبوعا تي دفتر نن اعلان وکړ دا ډول بریدونه دافغانستان ارامښت او پر مختګ او سولې ته درسیدلو لپاره ددغه هیواد د دولس اراده داغي ونکړي
د افغانستان د وحدت ملي حکومت اجرایی رئیس عبدالله عبدالله هم اعلان وکړ ترهګرې ډلې د کابل د ښاریزو او ملکي خلګو دوینو تویولو کې د بشري ضد جنایتونه تر سره کړي او خپل ډیر ژوړ بې رحمۍ نندارې ته وړاندي کړي دي
د افغانستان پخوانۍ ولسمشر حامد کرزی هم د دغه ترهګرې چاودنې د عاملانو په غندلو سره ټنګار وکړ چې د افغانانو په مینځ کې د تفاهم او ديوې پایدارې سولې د راوستلو او د جنګ دختمولو لپاره هڅې باید چټکه شي .