افغانستان له وېسټ انډیز څخه د T20 لړۍ وګټله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85963-افغانستان_له_وېسټ_انډیز_څخه_د_t20_لړۍ_وګټله
ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه یوه ټست لوبه هم وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2019 09:06 Asia/Kabul
  • افغانستان له وېسټ انډیز څخه د T20 لړۍ وګټله

ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه یوه ټست لوبه هم وکړي.

تېره شپه افغانستان د '۲۰ اوره' کرکټ سیالیو لړۍ وروستۍ سیالي په ۲۹ منډو وګټله.د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې رحمت‌الله ګوربز وکړې. ده په ۵۲ توپونو ۷۹ منډې وکړې.په باولنګ کې د وېست انډیر ۳ لوبغاړي وسوځولو سره نوین‌الحق ښه وځلېد. وېسټ انډیز په '۲۰شل اوره' سیالیو کې دوه ځلې نړیوال جام ګټلی دی. دې ټیم له افغانستان څخه د یو ورځنیو مسابقو لړۍ ګټلې وه. ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه یوه ټست لوبه هم وکړي.
افغانستان چې د مسابقې پچه ګټلې وه، لومړی بېټنګ وکړ او سیال ټیم ته‌یې ۱۵۹ منډې هدف وټاکه.