د افغانستان د نامزدانو شورا د ولسمشرۍ انتخاباتو نتيجې نه مني
د افغانستان د نامزدانو شورا د ولسمشري انتخاباتو نتيجې نه مني
د افغانستان د ولسمشري د انتخاباتو د نامزدانو شورا نن په کابل کښې یوې غونډې ته وویل، که د ټاکنو نتيجې اعلان هم شي، دوي به یې ونه مني.
د افغانستان ولسمشري ته يو نامزد احمدولي مسعود په دې موقع وويل، تر ټاکنو وړاندې یې ولسمشر، یوناما او نړیوالې ټولنې ته د سرپرست حکومت جوړولو او وروسته د ټاکنو کولو وړاندیز کړے و، خو دغه وړانديز ونه منل شو.
هغه پر حکومت او د ټاکنو پر کمېسیون تور پورې کړ چې د مخکښو نامزدانو په ګټه کار کوي او د کمېسیون ځینې کارکوونکي هم د پیسو په بدل کښې دغو نامزدانو ته فعالیت کوي.
دغه راز ولسمشري ته نورو نامزدو هم په خپلو وېناو کښې د ټاکنو د نتيجو پر نه منلو تاکيد وکړ او وې ويل، باید یو بل حکومت جوړ شي چې ټاکنې او صلح مدیریت کړي .
د هغوي په وېناد بایومټریک زرګونه دستګاوې ورکې شوي چې کیارکوډونه یې ور بدل شوي، له صندوقونو د نورو نو نامزدانو رایې اېستل شوي او د مخکښو نامزدانو په ګټه ترې کار اخیستل شوے دے.
هغو زیاته کړه چې د نامزدانو شورا په یوه نوي میکانیزم کار کوي او ډېر ژر به یې له رسنیو او خلقو سره شریک کړي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال علي افتخاري د ولسمشري نامزدانو شورا دغه نیوکې او تورونه ردوي او وایي، د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي د کوم ځانګړي نامزد لپاره نه، بلکې د ولس لپاره کار کوي.
افتخاري د بایومټریک دستګاوو د کیارکوډونو د بدلولو مسله هم ردوي او له نامزدانو غواړي چې د رایو بیاشمېرنې ته خپل څارونکي ورواستوي چې دا پروسې په خپله وڅاري.