په افغانستان کې د ښځوپه ضد تاؤتریخوالی لازیات شوی دی
په افغانستان کې د عامه پوهاوی نه شتون، د بخښنې د فرهنګ موجودیت، ناوړه دودونه، په لیرې پرتو سیمو کې د حکومت د واک کمزورتیا او په عدالتی او قضایی ارګانونو کې د زورواکو لاسوهنه، له ښځو سره د شوی زور زیاتی غوره لاملونه بلل کېږی.
د افغانستان د بشری حقوقو د کمیشن مشرې میرمن شهرزاد اکبر پرون په کابل کې په خبری کنفرانس کې ویلی،له اتلسو کلونو هڅوسره سره لاهم په افغانستان کې د ښځو ژوند د اندېښنې وړ دی.
همداراز د افغانستان د بشری حقونو د کمېشن کمېشنرې میرمن شبنم صالحی هم په دغه خبری غونډې کې چې ددغه کمېشن د کال د لومړیو اوو میاشتو راپور ئې وړاندې کاوه ، وئیلی ، له ښځو سره د شوو تاوتریخوالو لویه برخه د خپلو کورنیو له خوا ده.
اغلې صالحی ویلی سږکال د افغانستان د بشری حقونو په خپلواکه کمیشن کې د تاوتریخوالی ۲۷۶۲ پېښې ثبت شوی دی . دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په اوو میاشتوکې ۲۵۳۶ پېښې ثبتې شوې وې. له بده مرغه دا شمېر د تېرکال په همدې مودې کې اته اعشاره دوه فی صده زیاتوالی ښیی."
په دغه راپور کې راغلی چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له ښځو سره په فزیکی، لفظی او نفسیاتی ، اقتصادی او جنسی ډول تاوتریخوالی کېږی چې ډېری موارد ئې په کابل، هرات، کندهار ننګرهار او ځینو نوروسترو ښارونو کې کېږی.
د دغه کمېسیون په خبره، د عامه پوهاوی نه شتون، د بخښنې فرهنګ موجودیت، ناوړه دودونه، په لیرې پرتو سیمو کې د حکومت د واک کمزورتیا او په عدالتی او قضایی ارګانونو کې د زورواکو لاسوهنه، له ښځو سره د شوی زور زیاتی غوره لاملونه بلل کېږی.
وژنې، وهل ډبول، په کم عمر کې ودول،سپکاوی او او داسې ځینی نور زیاتی هغه موردونه دی ، چې تر دې وړاندې د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون له خوا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی بېلګې یادې شوې دی.