په کندوز کښې پینځلس ملکی وګړی وژل شوی
زمونږ خبریال وایی د افغانستان د کندوز د والی مطبوعاتی دفتر بیګا وویل چې په امام صاحب ولسوالۍ کښې د سړک غاړې ته په یوې (۱) ماین چاودنې کښې پینځلس (۱۵) ښاریز وژل شوی او دوه(۲) نور ژوبل شوی هم دی .
ویل کیږی د سړک غاړې ته کیښودل شوی ماین دعادی خلکو د ګاډی په لاره کښې چې د واده دستورو ته روان وو چاودیدلی دی او وژل شوی کسان د قندوز ولایت د خان اباد ولسوالۍ وسیدونکی دی .
پرون د افغانستان په شمال کښې په سرپل ولایت کښې هم په یوه (۱) ګادی کښې بم چاودنې کابو دیارلس(۱۳) کسان ژوبل کړی وو .
په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او د ناامنۍ زیاتیدل په داسې حال کښې دی چې امریکا او متحدان یې له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې د امنیت د تامینولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په دغه هیواد کښې شتون لری .
په افغانستان کښې د امریکا او د نورو خارجی عسکرو شتون یوازې د ناامنۍ د ترهګرۍ او دنشه ییزو موادو د تولید د زیاتیدا سبب شوی دی .