په ننګرهاراو کندهارکې د رایو بیا شمېرنې لومړنۍ پایلې اعلانوو
ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې میرمن حوا علم نورستانۍ ویلي چې په اوو ولایتونو کې لا هم د رایو د بیا شمېرنې په لار کې خنډونه شته دي خو د خلکو انتظار هم باید ختم شي.
دافغا ن رسندویو له راپور سره سم د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د ننګرهار او کندهار د رایو بیا شمېرنې تر بشپړېدو وروسته به لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې میرمن حوا علم نورستانۍ ویلي چې په اوو ولایتونو کې لا هم د رایو د بیا شمېرنې په لار کې خنډونه شته دي خو د خلکو انتظار هم باید ختم شي. د نوموړې په وینا همدا چې په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه بشپړه شي نو لومړنۍ پایلې به اعلان شي. د راپورونو له مخې په دغه دوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه د نن ورځې تر پایه بشپړېږي.
حوا علم نورستانۍ وایي چې لومړنۍ پایلې به اعلان شي او تر هغه وروسته که نوماندانو شکایتونه درلودل نو شکایتونه به یې څېړل کېږي. تر دې وړاندې هم څو ځله کمیسیون د لومړنیو پایلو د ژر اعلان ژمنه کړې وه خو د دوو میاشتو په تېرېدو لا هم د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوې.