طالبان له امریکایي لوري سره د مذاکراتو بیا پیلولو ته چمتو دي
ذبیح الله مجاهد: زموږ دریځ هماغه پخوانی دی، موږله امریکا سره د مذاکراتو بیا ځلې پيل ته تیار یو خو خبرې به له هغه ځایه پيلېږي چېرته چې درېدلې وې
نن ټکی اسیا خبري ویب سایټ لیکلې دي، وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» په یو نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغی او د بګرام په پوځي اډه کې یې خپلو عسکرو ته د وینا په مهال یادونه وکړه چې له طالبانو سره یې بیا ځلې لیدنې پیل کړي، د طالبانو ویاند وایي، دوی هم تیار دي له امریکایي لوري سره بیا ځلې مذاکرات پیل کړي.
رويټرز خبري اژانس د طالب ویاند ذبیح ا. مجاهد له قوله لیکي « زموږ دریځ هماغه پخوانی دی، موږله امریکا سره د مذاکراتو بیا ځلې پيل ته تیار یو خو خبرې به له هغه ځایه پيلېږي چېرته چې درېدلې وې.»
د طالبانو او امریکایي لوري تر منځ مذاکرات، چې نهه پړاوونه یې په قطر کښې ترسره شوې وو، څه موده وړاندې د امریکایي ولسمشر له ټویټ سره لغوه اعلان شول، د مذاکراتو له درېدلو وروسته طالبانو بیابیا ټینګار وکړ، چې دوی لا هم د افغانستان د شخړې سیاسي حل ته ژمن دي او پر مذاکراتو باور لري.
څه موده وړاندې د امریکایي پوهنتون له دوو تنو ښوونکو سره د دریو طالب زندانیانو له تبادلې وروسته داسې هیلې راوټوکېدې، چې ښايي درېدلي مذاکرات بیا ځلې پیل شي.
د امریکا ولسمشر څه موده وړاندې هم له «فاکس نیوز» سره په خبرو کې اعتراف کړی و چې له طالبانو سره یې د سولې په هوکړه کار روان کړی.