حکومت له طالبانو سره د نیغ په نیغه مذاکراتو لپاره شرط وټاکه
Dec 01, 2019 10:38 Asia/Kabul
د افغانستان د ولسمشر ویاند وویل چې له طالب ډلې سره د کابل حکومت نیغ په نیغه مذاکرات د دغې ډلې له خوا د اوربند په منلو پورې شرطمن دي.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې صدیق صدیقي نن یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له رامینځته شوي فرصته کار واخلي او د اوربند د وړاندیز په منلو سره د افغانستان له حکومت سره نیغ په نیغه مذاکرات وکړي.
که څه هم طالبانو تراوسه د افغانستان د ولسمشر د ویاند څرګندونو ته هیڅ غبرګون نه دی ښودلی خو ویلې یې دي چې له دغه هیواده د امریکايي نیواکګرو د وتلو په بڼه کښې د جنګ ختمولو، اوربند او د اشرف غني له حکومت سره نیغ په نیغه خبرواترو ته تیار یو.
ټیګونه