فاریاب ولایت کښې د پولیسو یو قومندان وژل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86422-فاریاب_ولایت_کښې_د_پولیسو_یو_قومندان_وژل_شوی_دی
د افغانستان د فاریاب ولایت د پولیسو یو قومندان د طالب وسله والو په حمله کښې وژل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2019 04:08 Asia/Kabul
  • فاریاب ولایت کښې د پولیسو یو قومندان وژل شوی دی

د افغانستان د فاریاب ولایت د پولیسو یو قومندان د طالب وسله والو په حمله کښې وژل شوی دی.

آوا خبري آژانس خبر ورکړی چې د افغانستان د بلخ ولایت د پولیسو ویاند وویل: د فاریاب د پولیسو د (خاصې قطعې) قومندان محمد خان چې په دې وروستیو کښې د خپل پلار د جنازې لپاره د بلخ شولګرې ولسوالۍ ته تلی و، وړمه شپه چې د خپلې خور په کور کښې میلمه و، سره د خپل یو ملګري د طالبانو په حمله کښې ووژل شو.

عادل شاه عادل وویل چې په دې حمله کښې طالبانو د فاریاب د پولیسو د دغه قومندان یو بل ساتونکی هم نیولی دی.