د افغانستان او ازبکستان ریلي ملګرتیا زیاتیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86423-د_افغانستان_او_ازبکستان_ریلي_ملګرتیا_زیاتیږي
د افغانستان او ازبکستان لوړرتبه اقتصادي چارواکو په تاشقند ښار کښې یوه غونډه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ریلي ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2019 04:10 Asia/Kabul
  • د افغانستان او ازبکستان ریلي ملګرتیا زیاتیږي

د افغانستان او ازبکستان لوړرتبه اقتصادي چارواکو په تاشقند ښار کښې یوه غونډه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ریلي ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار وکړ.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې په دغې غونډې کښې د افغانستان د نړیوال تجارت د خونې مشر مایل آقا خیرخواه او د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مشر توکل شاه احمدیار موافقه وکړه چې د افغانستان حکومت د ازبکستان له لارې د خپلو ریلي بارونو ټرانزټ زیات کړي.

په دغه غونډه کښې هم داشان ټینګار وشه چې د (ازبکستان تیمیر یولاري) په نوم ریلي شرکت د ازبکستان او افغانستان د پټلۍ له لارې د انتقالي جوپو د اندازې له زیاتیدو سره مرسته وکړي او په دې لړ کښې د دغه هیواد لپاره یولړ اسانتیاوې هم په نظر کښې ونیسي.

د ویلو ده چې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال له پيل راهیسې یو زر او شپږ سوه اتویشت ټنه شیان له افغانستانه د ازبکستان له لارې روسیې، قزاقستان او چین ته ټرانزټ شوې دي.