د افغانستان او ازبکستان ریلي ملګرتیا زیاتیږي
د افغانستان او ازبکستان لوړرتبه اقتصادي چارواکو په تاشقند ښار کښې یوه غونډه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ریلي ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار وکړ.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې په دغې غونډې کښې د افغانستان د نړیوال تجارت د خونې مشر مایل آقا خیرخواه او د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مشر توکل شاه احمدیار موافقه وکړه چې د افغانستان حکومت د ازبکستان له لارې د خپلو ریلي بارونو ټرانزټ زیات کړي.
په دغه غونډه کښې هم داشان ټینګار وشه چې د (ازبکستان تیمیر یولاري) په نوم ریلي شرکت د ازبکستان او افغانستان د پټلۍ له لارې د انتقالي جوپو د اندازې له زیاتیدو سره مرسته وکړي او په دې لړ کښې د دغه هیواد لپاره یولړ اسانتیاوې هم په نظر کښې ونیسي.
د ویلو ده چې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال له پيل راهیسې یو زر او شپږ سوه اتویشت ټنه شیان له افغانستانه د ازبکستان له لارې روسیې، قزاقستان او چین ته ټرانزټ شوې دي.