طالبان دې له ترهه ګرو سره ارتباط غوڅ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86445-طالبان_دې_له_ترهه_ګرو_سره_ارتباط_غوڅ_کړی
د استانبول پروسه په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان د سولې او ثبات او ټولنیزې اقتصادی سوکالۍ په هدف د ملګرتیاؤ په خاطر جوړه شوې په دغې ټولنې کې چې افغانستان یې دایمی غړی او مشری ئې په غاړه لری، پاکستان، ایران، هندوستان ، د مینځنۍ اسیا هېوادونه، عربستان، روسیه، چین او ترکیې پشمول څوارلس غړی هیوادونه شامل دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 10, 2019 01:47 Asia/Kabul
  • طالبان دې له ترهه ګرو سره ارتباط غوڅ کړی

د استانبول پروسه په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان د سولې او ثبات او ټولنیزې اقتصادی سوکالۍ په هدف د ملګرتیاؤ په خاطر جوړه شوې په دغې ټولنې کې چې افغانستان یې دایمی غړی او مشری ئې په غاړه لری، پاکستان، ایران، هندوستان ، د مینځنۍ اسیا هېوادونه، عربستان، روسیه، چین او ترکیې پشمول څوارلس غړی هیوادونه شامل دی .

زمونږخبریال راپورراکړ  د   افغانستان ولسمشر اشرف غنی بیګا  د ترکیې په استانبول کې  د سولې ،ملګرتیا او هوساینې  په عنوان سره د آسیا دزړه  په اتم کنفرانس کې  پخپلې وینا کې  پر طالبانو  ډلې غږ کړی ، سولې د تامین لپاره  دې  له ترهه ګرو ډلو سره   دخپلو اړیکو په غوڅولو سره  په هغه څه چې په خبرو کې وائی ، عمل وکړی .

 د افغانستان ولسمشر  داستانبول  دغونډې  له ګډون کونکو هم غوښتی ، چې  د افغانانو په مشرۍ او مالکیّت  سره دې د  افغانستان د سولې  دبهیر ملاتړ وکړی . هغه همداراز  له طالبانو ، نړیوالې ټولنې او دسیمې له هیوادونو سره  په کلکه وغوښټل څو د کابل  له حکومت سره دې مرسته وکړی ، څو  په افغانستان کې  تل پاتې سوله ټینګه شی .

Image Caption

اشرف غنی ټینګار کړی ، د استانبول غونډه به  له افغانستان سره مرسته وکړی څو په افغانستان کې بشپړ سوله ټینګه شی او اوور بند ته درست لوری غاړه کیږدی ځکه   باید ووایم چې  دسولې د خبرواترو  لپاره اوربند یوه اصلی موضوع ده

 په عین حال کې  د افغانستان ولسمشر  ددغې غونډې ترڅنګ  دترکیې له ولسمشر رجب طیب  اردوغان سره هم وکتل  او په دغې کتنې  کې ئې ووئیل  د طالبانو او کابل حکومت ترمینځ  دخبرواترو پیلکیدا ددغه هیواد  دبحران د حل کلی ده .. دترکیې ولسمشر هم په  دغې کتنې کې  وویل ،افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی او لازمه ده چې نړیواله ټولنه ورسره مالی او هر اړخیزې مرستې وکړی او ټول مسوولیت لری چې له افغان حکومت سره سولې او ثبات ته د رسېدو په برخه کې لازمه ملګرتیا وکړی او په دې برخه کې د زړه له کومې ژمنې وکړی .