له افغانستانه د بهرنیوعسکرو وتل د سولې اوپخلاینې ضمانت دی
د اسلامی ایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې دبهرنیو عسکرو شتون هیڅکله هم د لویدیځی آسیا لپاره سوله اوثبات له ځان سره نه ده د رلودلې ، زیاته کړې ، هماغه ډول چې په عراق او سورئې کې د داعش او دنورو ترهه ګرو افراطی ډلو له رامینځةکولو اوملاتړ څخه هیچا هیڅ ګټه نه ده ترلاسه کړې ، په افغانستان او مینځنۍ آسیا کې به هم دچا په نصیب نشی .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف دترکیې په استانبول کې د آسیا د زړه کنفرانس د خارجه وزیرانو په اتمې ناستې کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ،له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د مسئولانه وتلو لپاره د مهال ویشت اعلان، په ملی سویه د سولې اوپخلانیې د ټینګیدا په خاطر د افغانستان دحکومت لپاره لازمه زمینه برابرولی شی .
جواد ظریف په افغانستان کې د وحدت او یووالی د ساتنې په ضرورت په ټینګار سره روښانه کړې،اسلامی ایران د افغانستان له حکومت سره د طالبانو پشمول د درستو سیاسی ډلو ټپلو په ګډون سره د افغانانو په مالکیت او لارښونې سره د بین ا لافغانی سولې د بهیر بشبړ ملاتړ کوی .
د اسلامی ایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې دبهرنیو عسکرو شتون هیڅکله هم د لویدیځی آسیا لپاره سوله اوثبات له ځان سره نه ده د رلودلې ، زیاته کړې ، هماغه ډول چې په عراق او سورئې کې د داعش او دنورو ترهه ګرو افراطی ډلو له رامینځةکولو اوملاتړ څخه هیچا هیڅ ګټه نه ده ترلاسه کړې ، په افغانستان او مینځنۍ آسیا کې به هم دچا په نصیب نشی .
جواد ظریف په افغانستان کې د داخلی سولې په رامینځةکولو کې د ملګروملتو پر رول په ټینګار سره روښانه کړې ده ، د ګاونډیو هیوادونو لیدتوګو ته پام او په دغه شان بهیر کې دهغوی د رواؤ اندیښنو په نظر کې په نیولو سره به د سولې د موافقې ،له سیمې د ورآخوا قدرتونو په نسبت لازیات ملاتړ وشی .
جواد ظریف همداراز ټینګار کړی ، اسلامی ایران په افغانستان کې دسولې د ټینګیدا لپاره له درستو لورو سره ملګرتیا ته تیار دی .
د ا ستانبول د بهیر په نامې سره د آسیا دزړه کنفرانس د خارجه وزیرانو اتم کنفرانس پرون په استانبول کې جوړ شوی دی .